هيله ده چې اېشيا كركټ كپ ټورنامنټ به د آسيائي هېوادونو يو بل ته د نزدې كولو سبب وګرځي٬ ملګري ملتونه

نیویارک۔29 اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو هيله څرګنده كړې ده چې د اګست 30 مې نېټې څخه پېل كېدونكې اېشيا كركټ كپ ټورنامنټ به د آسيائي هېوادونو ترمينځه د يو والې سبب وګرځي۔ د ګل په ورځ د ملګرو ملتونو وياند سټېفن دوجارک په خپل پرېس بريفنګ كښې ووئيل ملګري ملتونه هيله لري چې اېشيا كركټ كپ 2023 ٬ د كوم كوربتوب چې 30 اګست څخه پاكستان او سري لنكا …

نیویارک۔29 اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو هيله څرګنده كړې ده چې د اګست 30 مې نېټې څخه پېل كېدونكې اېشيا كركټ كپ ټورنامنټ به د آسيائي هېوادونو ترمينځه د يو والې سبب وګرځي۔ د ګل په ورځ د ملګرو ملتونو وياند سټېفن دوجارک په خپل پرېس بريفنګ كښې ووئيل ملګري ملتونه هيله لري چې اېشيا كركټ كپ 2023 ٬ د كوم كوربتوب چې 30 اګست څخه پاكستان او سري لنكا كوي ٬ به د ګډون كوؤنكو هېوادونو ترمينځه يو والي له كار وكړي۔ د ګل په ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر كښې د پرېس بريفنګ په مهال د ملګرو ملتونو وياند د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل زما په خيال په ګرده نړۍ كښې د فټ بال او رګبی په څير كركټ هم داسې لوبه ده كومه چې د بېلو هېوادونو او كلتورونو يو بل د نزدې كولو صلاحيت لري۔ دا خبره دې ياده وي چې د ايشيا كپ اولنې مېچ به سبا د شورؤ په ورځ د پاكستان او نيپال ترمينځه كېږي۔