ریاض ۔28 اګست (اے پی پی) د عرب ليګ قانون ساز ادارې عرب پارليمنټ په ډنمارك كښې د كوم هم آسماني كتاب بې حرمتي جرم ګرځولو حكومتي پرېكړې هركلې كړی دې۔ د سعودي رسنيو لمخې په ټويټر د عرب پارليمنټ سپيكر عادل بن عبد الرحمن په خپل پوسټ كښې هيله څرګنده كړه چې دا پرېكړه به د ناوړه جرمونو كمولو كښې مثبت كردار ترسره كړي كوم چې په ډنمارك كښی …
د ډنمارك د قرآن كريم په بې حرمتۍ د بندېز پرېكړه٬ د عرب پارليمان هركلے
ریاض ۔28 اګست (اے پی پی) د عرب ليګ قانون ساز ادارې عرب پارليمنټ په ډنمارك كښې د كوم هم آسماني كتاب بې حرمتي جرم ګرځولو حكومتي پرېكړې هركلې كړی دې۔ د سعودي رسنيو لمخې په ټويټر د عرب پارليمنټ سپيكر عادل بن عبد الرحمن په خپل پوسټ كښې هيله څرګنده كړه چې دا پرېكړه به د ناوړه جرمونو كمولو كښې مثبت كردار ترسره كړي كوم چې په ډنمارك كښی په دې ورستيو كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ په صورت كښې رامخې ته شوي۔ ده په سويډن او نورو هېوادونو هم زور راوړو چې هغوي دې په دې لړ كښې د ډنمارك په وړاندې كړې شوي مثال عمل وكړي۔ ده اروپائي پارليمنټ ته هم ووئيل چې هغه دې په اجتماعي كچه داسې قانون جوړ كړي چې ورسره د مذهبي مقدسات او علاماتو احترام باوري كړې شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د اسلام مخالف عناصرو لخوا د قرآن كريم د بې حرمتۍ څخه وروستو د ډنمارك مركزي حكومت مجوزه قانون معارفي كړې دې۔











