مکه مکرمه ۔26 اګست(اے پی پی) په مكه مكرمكه كښې د حسن قراﺀت نړيواله شاه عبد العزيز مقابله پېل شوې ده۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې په مكه مكرمه كښې د خادم حرمېن شريفېن شاه بن عبد العزيز په مشرۍ كښې د حسن قراﺀت نړيواله شاه عبد العزيز مقابله پېل شوې ده چې اهتمام يۍ په مسجد الحرام كښې د سعودي عربستان د اسلامي چارو او دعوت وزارت …
په مكه كښې د حسن قراﺀت شاه عبد العزيز نړيواله مقابله پيل شوه
مکه مکرمه ۔26 اګست(اے پی پی) په مكه مكرمكه كښې د حسن قراﺀت نړيواله شاه عبد العزيز مقابله پېل شوې ده۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې په مكه مكرمه كښې د خادم حرمېن شريفېن شاه بن عبد العزيز په مشرۍ كښې د حسن قراﺀت نړيواله شاه عبد العزيز مقابله پېل شوې ده چې اهتمام يۍ په مسجد الحرام كښې د سعودي عربستان د اسلامي چارو او دعوت وزارت كوي۔ د قرآڼ كريم حفظ ٬ حسن قراﺀت او تفسير مقابله كښې ګډون كوؤنكي كانديدان مكې مكرمې ته رسېدلې دي۔ د مقابلې په ابتدائي پړاؤ كښې كامياب كانديدان به فائنل لپاره كواليفائي كوي۔ په اولني پړاؤ كښې د ججانو پینل 18 هېوادونو څخه د راغلې 18 كانديدان د قرآن كريم تلاوت واورېد۔ د خالي په ورځ سحر او ماښام به د نورو كانديدانو امتحان اخستلې شي۔ تر 6 ستمبر دوام لرونكې دې مقابله كښې د 117 هېوادونو 166 كانديدان ګډون كوي۔ مجموعي انعامونه د 40 لكه ريالو دي۔ په 5 څانګو كښې اولني 5 پوزيشنونه ګټونكو ته به د 40 لكه روپو انعامونه وركولې شي۔ د اسلامي چارو وزير ډاكتر عبد اللطيف آل الشېخ وئيلي دي چې اولني پوزيشن ترلاسه كوؤنكو له د انعام رقم زيات كړے شوے دے۔ په اولني ټولګي كښې لومړې پوزيشن ترلاسه كوؤنكي ته به د 5 لكه روپو انعام وركولې شي۔











