امريكا٬ په بار كښې د ډزو پيښه ٬ 5 كسان مړه ٬ 6 ژوبل

واشنګټن۔24اګست(اے پی پی) د امريكې په کېلېفورنیا رياست كښې په يو بار كښې د ډزو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 6 نور ژوبل شوي دي۔ د امريكائي خپرونې ادارې له مخې د اورنج كاؤنټي شېرف نائب ټرېبوكو كېنين ميډيا ته ووئيل چې په سینټیاګو کینین روډ بار كښې د قانون نافذ كوؤنكې ادارې يو ريټائرډ افسر او د هغه د كورودانې ترمينځه جګړا وشوه ٬ په دې …

واشنګټن۔24اګست(اے پی پی) د امريكې په کېلېفورنیا رياست كښې په يو بار كښې د ډزو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 6 نور ژوبل شوي دي۔ د امريكائي خپرونې ادارې له مخې د اورنج كاؤنټي شېرف نائب ټرېبوكو كېنين ميډيا ته ووئيل چې په سینټیاګو کینین روډ بار كښې د قانون نافذ كوؤنكې ادارې يو ريټائرډ افسر او د هغه د كورودانې ترمينځه جګړا وشوه ٬ په دې مهال ريټائرډ افسر ناترسه ډزې پېل كړې چې په نتيجه كښې يۍ 5 كسان مړه او 6 ژوبل شول كوم چې نزدې روغتون ته رسولې شوي دي۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د قانون نافذ كوؤنكې ادارې اهلكار د پېښې ځايې ته ورسېدل۔ بلخوا د پېښې پلټنيو له په سيډل چرچ كښې يو كمانډ سېنټر جوړ كړے شوے دے۔