نوے ډيلے 23 اګست (اے پي پي) د هند په ختيز مېزورام رياست كښې د رېلوے جوړېدونكې پل غورځېدو له امله 17 خواري كښې مړه او يو شمېر نور بې دركه شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د ميزورام رياست وزيراعلی زورام تھنګا خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې پېښه په ايزاول ضلع كښې د جوړېدونكې پل غورځېدو له امله 17 كسانو مړي رېسكيو كړې شوې دي …
د هند په مېزورام رياست كښې د رېلوے جوړېدونكې پل غورځېدو له امله 17 خواري كښې مړه ٬ يو شمېر بې دركه شوي
نوے ډيلے 23 اګست (اے پي پي) د هند په ختيز مېزورام رياست كښې د رېلوے جوړېدونكې پل غورځېدو له امله 17 خواري كښې مړه او يو شمېر نور بې دركه شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د ميزورام رياست وزيراعلی زورام تھنګا خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې پېښه په ايزاول ضلع كښې د جوړېدونكې پل غورځېدو له امله 17 كسانو مړي رېسكيو كړې شوې دي او په پېښه كښې يو شمېر كسان بې دركه دي۔ ميډيا د ځائي مشرانو حوالے سره وئيلي دي چې د پېښې رامخې ته كېدو په مهال 40 مزدوران موجود وو٬ رېسكيو عمليات جاري دي۔











