د ګاډو ترمينځه د فاصلې په نه ساتلو به 150 څخه تر 300 ريال جرمانه وصولولې شي ٬ سعودي عربستان

جدہ ۔18اګست (اے پی پی) د سعودي عربستان د ټرېفك څانګې خبردارې وركړې دې چې د ډرائېونګ په مهال د ګاډو ترمينځه د محفوظ فاصلې نه ساتل د ټرېفك قانون خلاف ورزي ده او په دې به خلاف ورزي كوؤنكو څخه جرمانه وصولولې شي۔ د سعودی خبر رسنې ادارې له مخې د ټرېفك څانګې وئيلي چې د ګاډو ترمينځه د محفوظ فاصلې په نه پرېښودو به جرمانه 150 څخه تر …

جدہ ۔18اګست (اے پی پی) د سعودي عربستان د ټرېفك څانګې خبردارې وركړې دې چې د ډرائېونګ په مهال د ګاډو ترمينځه د محفوظ فاصلې نه ساتل د ټرېفك قانون خلاف ورزي ده او په دې به خلاف ورزي كوؤنكو څخه جرمانه وصولولې شي۔ د سعودی خبر رسنې ادارې له مخې د ټرېفك څانګې وئيلي چې د ګاډو ترمينځه د محفوظ فاصلې په نه پرېښودو به جرمانه 150 څخه تر 300 رياله وي۔ د ټرېفك څانګې دې پلو پام ګرځولې دې چې د ګاډو ترمينځه محفوظ فاصله ساتل د ناڅاپي برېك لګولو په صورت كښې پېښو څخه بچ كېدو لپاره ضروري ده۔