اسرائيلي ځواكونو يو بل فلسطينې ځوان شهيد كړو

غزه 17 اګست (اے پی پی) اسرائيلي ځواكونو په مقبوضه لوېديزه غاړه كښې د چھاپې وهلو په مهال يو بل فلسطينې ځوان شهيد كړې او يو بل تن يۍ سخت ژوبل كړې۔ د چين خبري اژانس له مخې د فلسطين روغتيا وزارت بيان كښې وئېلي دي چې اسرائيلي ځواكونو د زيارت په ورځ مقبوضه لويديزې غاړه كښې د چھاپې وهلو په مهال ډزې وكړې چې له امله يې 32 كلن …

غزه 17 اګست (اے پی پی) اسرائيلي ځواكونو په مقبوضه لوېديزه غاړه كښې د چھاپې وهلو په مهال يو بل فلسطينې ځوان شهيد كړې او يو بل تن يۍ سخت ژوبل كړې۔ د چين خبري اژانس له مخې د فلسطين روغتيا وزارت بيان كښې وئېلي دي چې اسرائيلي ځواكونو د زيارت په ورځ مقبوضه لويديزې غاړه كښې د چھاپې وهلو په مهال ډزې وكړې چې له امله يې 32 كلن ځوان مصطفٰی الكستوني شهيد او يو تن ژوبل شو۔ د فسلطين اسلامي مزاحمتي تحريك(حماس)په يو بيان كښې وئېلي دي چې د لوېديزې غاړې په شمالي جنين سيمه كښې د دوئي د كاركنانو او اسرائيلي ځواكونو ترمينځه د ډزو تبادله شوې۔