پېښور ۔ 17 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د بلجيئم سفير چارلس ډيلوګن تېره ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كشی په دوه ا ړخيزه چارو ٬ تجارتي تړون او د اولس په كچه د اړيكو په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د زده كړو څانګې او په خاص توګه د ضم شويو قبائلي ضلعو ځوانانو ته د زده كړو موقعې وركولو سره په اړوندو چارو خبرې وشوې۔ په دې موقعه ګورنر ووئيل چې بليجيم دې د صوبې په ضم شويو ضلعو كښې د زده كړو وده كښې مرسته وكړي۔ د ضم شويو ضلعو ځوانانو ته دې سكالرشپس وركړي۔ ده ووئيل بېلجئيم دې د زده كړو يوه داسې منصوبه رامخې ته كړي چې ورسره د ضم شويو ضلعو ځوانان د زده كړو په څانګه كښې مخ په وړاندې لاړ شي۔ په دې موقعه د بليجئيم سفير ووئيل پاكستان او بليجيئم يو بل سره 75 كلنه پياوړې سفارتي اړيكې لري۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا ځوانان د زده كړو په څانګه كښې راوړاندې كولو له به د صوبائي حكومت هره ممكنه مرسته كولې شي