په ډومينيکن ري پبلك كښې د چاؤدنې له امله د مړو شميره 11 ته ورسيده

سينټو ډومينګو 16 اګست (اے پي پي) د كېرېبين جزيرې هېواد ډومينيكن ري پبلك كښې د چاؤدنې له امله د مړو شمېره زياتېدو سره 11 ته رسېدلې او 10 كسان بې دركه شوي دي۔ صدر لوئیس ابیناډر ویلي چې د سان کریسټوبل په تجارتي سيمه كښې د ګل په ورځ د رامخې ته شوې چاؤدنې د لاسه د خواوشا ودانيو شيشې ماتې شوې او په سړك ولاړو ګاډو ته زيان …

سينټو ډومينګو 16 اګست (اے پي پي) د كېرېبين جزيرې هېواد ډومينيكن ري پبلك كښې د چاؤدنې له امله د مړو شمېره زياتېدو سره 11 ته رسېدلې او 10 كسان بې دركه شوي دي۔ صدر لوئیس ابیناډر ویلي چې د سان کریسټوبل په تجارتي سيمه كښې د ګل په ورځ د رامخې ته شوې چاؤدنې د لاسه د خواوشا ودانيو شيشې ماتې شوې او په سړك ولاړو ګاډو ته زيان ورسېد۔ د چاؤدنې د لاسه د مړو شمېره 11 ته ورسېده۔ اېمرجنسي چارواكو ويلي چې ژوبل شويو 59 كسانو كښې د 37 درملنې په روغتون كښې روانې دي۔