روسيه ٬ په فلنګ سټيشن كښې چاؤدنه ٬ د مړو شميره 27 شوه ٬ 75 كسان ټپيان

ماسکو۔15اګست(اے پی پی) د روسيه په مخاچكلا ښار كښې په فلنګ سټېشن كښې د چاؤدنې په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 27 ته رسېدلې ده۔ په پېښه كښې 75 كسان ټپيان شوي هم دي۔ د روسي خبري اژانس له مخې د روسيه د بېړني صورتحال وزارت وئيلي چې د ریپبلک آف داغستان پلازمينې مخاچکالا يو پټرول سټېشن ته نزدې په ولاړو ګاډو كښې په يو ګاډي لګېدلې اور …

ماسکو۔15اګست(اے پی پی) د روسيه په مخاچكلا ښار كښې په فلنګ سټېشن كښې د چاؤدنې په نتيجه كښې د مړو شمېره زياتېدو سره 27 ته رسېدلې ده۔ په پېښه كښې 75 كسان ټپيان شوي هم دي۔ د روسي خبري اژانس له مخې د روسيه د بېړني صورتحال وزارت وئيلي چې د ریپبلک آف داغستان پلازمينې مخاچکالا يو پټرول سټېشن ته نزدې په ولاړو ګاډو كښې په يو ګاډي لګېدلې اور پټرول سټېشن ته ورسېدو چې ورسره يوه زوروره چاؤدنه وشوه۔ په اور قابو موندلو له 260 فائر فائټر تعينات كړې شول۔ د چاؤدنې په نتيجه كښې تر دې دمه 27 كسان مړه او 75 ژوبل شوي دي۔