صومالیه،د ملیشیا وسله والو بريد كښې 9 عسكر مړه ،17 ژوبل

موغادېشو 13 اګست (اے پي پي) د صومالیه شمالی سيمي صومالی لینډ كښې د ملیشیا په بريدونو كښې 9 عسكر مړه دغسې 17 ژوبل شوې دي۔د چین خبررسني اداري له مخې د صومالی لینډ پولیس كمانډر محمد عدن ساقادی میډیا ته ووئيل د ملیشیا يوي ډلي په عسكرو هرګیسا ښار سره نزدې بريد كړې چې په نتيجه كښې ئې 9 عسكر مړه او 17 ژوبل شوې دي۔ده ووئيل مړه شوي …

موغادېشو 13 اګست (اے پي پي) د صومالیه شمالی سيمي صومالی لینډ كښې د ملیشیا په بريدونو كښې 9 عسكر مړه دغسې 17 ژوبل شوې دي۔د چین خبررسني اداري له مخې د صومالی لینډ پولیس كمانډر محمد عدن ساقادی میډیا ته ووئيل د ملیشیا يوي ډلي په عسكرو هرګیسا ښار سره نزدې بريد كړې چې په نتيجه كښې ئې 9 عسكر مړه او 17 ژوبل شوې دي۔ده ووئيل مړه شوي عسكر په ګزمه ؤ د ډزو نه پس د عسكرو نوري ډلي لېږلي شوي كومو چې مړه او ژوبل اهلكار نزدې روغتون ته رسولې دي او سيمه ئې محاصره كړې ده۔