په قامونو كښې كركه ختمولو لپاره مكه کنفرنس د امن پېغام دے، د سعودي مفتي اعظم

رياض 11 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب مفتي اعظم، د سينئر علما کونسل چيئرمېن او سائنسي تحقيقي لپاره د قائمه کمېټۍ چيئرمېن شېخ عبدالعزيز بن عبدالله آل الشېخ د خادم حرمين شريفين شاه سلمان لخوا نړيوال اسلامي كنفرنس (رابطه او د همكارۍ) كولو منظوري ستائنې وړ ګرځولے ده۔ د سعودي ميډيا له مخې دا كنفرنس د اسلامي چارو او د دعوت او لارښودنې وزارت كوي٬ چې پكښې د …

رياض 11 اګست (اے پي پي) د سعودي عرب مفتي اعظم، د سينئر علما کونسل چيئرمېن او سائنسي تحقيقي لپاره د قائمه کمېټۍ چيئرمېن شېخ عبدالعزيز بن عبدالله آل الشېخ د خادم حرمين شريفين شاه سلمان لخوا نړيوال اسلامي كنفرنس (رابطه او د همكارۍ) كولو منظوري ستائنې وړ ګرځولے ده۔ د سعودي ميډيا له مخې دا كنفرنس د اسلامي چارو او د دعوت او لارښودنې وزارت كوي٬ چې پكښې د ګردې نړۍ د بېلا بېلو څانګو 150 علمائے كرام، مفتيان عظام او شېوخ ګډون كوي٬ دوه ورځنې كنفرنس به د 26م نه تر 27م اګست كېږي۔ د شېخ عبد العزيز د کنفرنس د مقصدونو او د دې د موجود اهم محورونو تعريف كړې كوم چې د مسلمانانو ترمېنځه د اسلامي اتحاد مضبوطيا٬ انتها پسندي او منحرف نظريات مسترد كول٬ همكارۍ ترلاسه كول او د علماء او مفتيان ترمېنځه د نظرياتو او د تجربو په تبادله كښې مرستيال وګرځي