د نړۍ تر ټولو لويه سمندري بېړۍ به په جنورۍ كښې خپل وړومبې سفر پېل كړي

هېلسنکي 11 اګست (اے پي پي) د نړۍ تر ټولو لويه د مسافرو سمندري بېړۍ په جنورۍ كښې خپل وړومبې سفر پېل كوي۔ د سعودي ميډيا له مخې د رائل کېريبئن نوې سمندري بېړۍ "آئيکن آف دي سِيز" تيارې د فن لېنډ په سوئيلي خييز سمندر غاړې تركو شپ يارټ كښې په آخري پړاٶ كښې ده۔ د بېرۍ جوړوٶنكې كمپنۍ د ميئر تركو سي اي او ټم ميئرے وئيلي دي …

هېلسنکي 11 اګست (اے پي پي) د نړۍ تر ټولو لويه د مسافرو سمندري بېړۍ په جنورۍ كښې خپل وړومبې سفر پېل كوي۔ د سعودي ميډيا له مخې د رائل کېريبئن نوې سمندري بېړۍ “آئيکن آف دي سِيز” تيارې د فن لېنډ په سوئيلي خييز سمندر غاړې تركو شپ يارټ كښې په آخري پړاٶ كښې ده۔ د بېرۍ جوړوٶنكې كمپنۍ د ميئر تركو سي اي او ټم ميئرے وئيلي دي څومره چې ما ته معلومه ده٬ دا مهال دا د نړۍ تر ټولو لوے كروز شپ دے چې پكښې رنګ په رنګ واټر پارك او د 20 نه زيات ډېك دي او په كښې د 10 زره كسانو ګنجائش كېدې شي۔ ده ووئيل دا بېړۍ 2 لكه 50 زره ټنه وزن لري او د ټائي ټېنك بېړۍ څخه په سائز كښې 5 چنده لويه ده