د هندي سركار لخوا د 1500 نه د زيات پوځي اهلكارو د خودكشۍ اعتراف

نوے ډيلے 09 اګست (اے پي پي) هندي سركار د تېرو 12 كالونو په مهال د خپلو وسله والو ځواكونو لخوا د 1500 نه د زياتو اهلكارو د خودكشۍ اعتراف كړے دے۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د هند داخله چارو لپاره وزير مملکت نتيا نند رائے په لوك سبها كښې وئيلي دي چې د كال 2011 نه تر اوسه د سينټرل آرمډ پوليس فورسز، آسام رائفلز او د …

نوے ډيلے 09 اګست (اے پي پي) هندي سركار د تېرو 12 كالونو په مهال د خپلو وسله والو ځواكونو لخوا د 1500 نه د زياتو اهلكارو د خودكشۍ اعتراف كړے دے۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د هند داخله چارو لپاره وزير مملکت نتيا نند رائے په لوك سبها كښې وئيلي دي چې د كال 2011 نه تر اوسه د سينټرل آرمډ پوليس فورسز، آسام رائفلز او د ېيشنل سيکورټي ګارډز 1532 اهلكارو خودكشۍ كړې دي٬ ده ووئيل د كال 2018 نه تر 2022 په مهال سنټرل آرمډ پوليس فورس او د آسام رائفلز 658 اهلكارو خودكشۍ كړې دي او 53 زره 336 اهلكار د خپلو ملازمتونو څخه مستعفي شوې هم دي