د ملګرو ملتونو يو وارې بيا د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې د بشري حقونو په صورتحال د اندېښنې څرګندونه

نیویارک۔9اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو يو وارې بيا د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې د بشري حقونو په صورتحال د اندېښنې څرګندونه كړې ده۔ د ملګرو ملتونو دوهم وياند فرحان حق ددې اندېښنې څرګندونه په 5 اګست 2019 د جموں وكشمير د خصوصي حېثيت ختمولو له د هند لخوا د پورته كړې شوي يو اړخيزه ګام په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې …

نیویارک۔9اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو يو وارې بيا د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې د بشري حقونو په صورتحال د اندېښنې څرګندونه كړې ده۔ د ملګرو ملتونو دوهم وياند فرحان حق ددې اندېښنې څرګندونه په 5 اګست 2019 د جموں وكشمير د خصوصي حېثيت ختمولو له د هند لخوا د پورته كړې شوي يو اړخيزه ګام په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ په نيويارك كښې د نړيوالې ادارې په صدر دفتر كښې د معمول بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ملګرو ملتونو لخوا چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په صورتحال كومې اندېښنې ښكاره كړې شوې وې هغه نن هم موجود دي۔ ده ووئيل دا اندېښنې زه تكرار كوم كومې چې دې څخه وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر دفتر او نورو وسيلو د لارې ښكاره كړې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په 5 اګست 2019 د هندي ځواكونو پورته كړي يو اړخيزه ګام څلور كلونو په بشپړ كېدو په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړو او پاكستانيانو ملګرو ملتونو څخه كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو غوښتنه كړې ده