نیویارک۔20جولائی(اے پی پی) په نيويارك د ملګرو ملتونو په هېډ كوارټرز كښې د نړيوال امن مشنز لاندې د نړۍ په بېلو برخو كښې د فرض ترسره كولو په مهال په كال 2022 كښې د ځانونو قرباني وركوؤنكو 7 پاكستانيانو په شمول 77 اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې شوې۔ په دې لړ كښې تېره ورځ د ملګرو ملتونو په هېډ كوارټرز كښې دستوره كښې غړي هېوادونه د ځانونو قرباني …
په ملګرو ملتونو كښې دستوره٬ د كال 2022 په امن مشنز كښې ځان قربانوٶنكو د 7 پاكستانيانو پشمول 77 اهلكارو ته د پېرزوينې وړاندې كړې شوې
نیویارک۔20جولائی(اے پی پی) په نيويارك د ملګرو ملتونو په هېډ كوارټرز كښې د نړيوال امن مشنز لاندې د نړۍ په بېلو برخو كښې د فرض ترسره كولو په مهال په كال 2022 كښې د ځانونو قرباني وركوؤنكو 7 پاكستانيانو په شمول 77 اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې شوې۔ په دې لړ كښې تېره ورځ د ملګرو ملتونو په هېډ كوارټرز كښې دستوره كښې غړي هېوادونه د ځانونو قرباني وركوؤنكو 77 اهلكارو ته په كومو كښې چې 7 پاكستانيان هم شامل وو د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له جمع شول۔ په دستوره كښې د مړه شويو اهلكارو كورنيو ٬ د سفارتي ورورولۍ غړو او ګرد هېواد څخه د ملګرو ملتونو عملې په ذاتي توګه آن لائن ګډون وكړو۔ په دستوره كښې په جمهوريه كانګو كښې د چورلكې په پېښه كښې د پاكستاني امن مشن شهيد مېجر فېضان علي كورودانې ډاكټر مريم عامر سره سره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير منېر اكرم او نيويارك كښې د پاكستاني مشن ملټري اېډوائزر كرنل عمر شفيق چغتائي هم موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګورترېش ووئيل مونږ دلته خپلو محسنانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له راجمع شوي يؤ۔ د دستورې په مهال د 77 پوځي ٬ پوليس او سويلين اهلكارو نامې واورولې شوې كوم چې تېر كال د خپل فرض ترسره كولو په مهال په حق ورسېدل۔ عمومي سېكتر ووئيل دې كسانو خپل ځانونه نورو لپاره وقف كړل ٬ د دوئي مړانې د نور ژوند بچ كړے دے۔ په دې موقعه چې د كومو پاكستاني اهلكارو نامې واخستې شوې په هغوي كښې حوالدار محمد اسماعیل، مېجر فیضان علی، لېفټېننټ کرنل آصف علی اعوان، نائب صوبېدار سمیع اللہ خان، میجر محمد سعد نعمانی او لانس حوالدار محمد جمیل خان شامل دے۔ دوئي تېر كال د مارچ په 29 مه نېټه په جمهوریه كانګو كښې د ملګرو ملتونو تنظیم استحکام مشن سره د خپلو خذمات ترسره كولو په مهال د چورلكې په پېښه كښې په حق رسېدلې وو۔ دغسې په دوئي كښې په 30 ستمبر 2022 شهيد شوې اهلكار بابر صديق هم شامل دے كوم چې په كانګو كښې د نړيوالې ادارې دې مشن لاندې د خذماتو ترسره كولو په مهال د يوې وسله والې ډلې بريد كښې د شهادت درناوې ترلاسه كړې وو۔ په دې موقعه ډاكټر مريم عامر عمومي سېكتر او نورو معززينو سره ملاقات وكړو او شهيد شويو اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينې په وړاندې كولو يۍ د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر مننه كولو سره د دې لوظ پخلې وكړو چې پاكستان به د نړيوال امن او سلامتيا مقصد كښې خپل كردار ترسره كوي











