بغداد۔20جولائی (اے پی پی) د عراق په پلازمینه بغداد کښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې په معامله د شورؤ او زيارت منځومانۍ شپه كښې د سوؤنو په شمېر مظاهرچيانو د لاريون په مهال د سويډن په سفارت بريد كولو سره دې ته اور ولګولو۔ د برتانيې خبري اژانس د خبر له مخې دغه لاريون په سويډن کښې د قران کريم د سوځولو يوې بلې پېښې رامخې ته كېدو …
د قرآن پاك د بې حرمتۍ د نوې منصوبې په ضد لاريون ٬ بغداد كښې د سويډن سفارت وسوځولې شو
بغداد۔20جولائی (اے پی پی) د عراق په پلازمینه بغداد کښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې په معامله د شورؤ او زيارت منځومانۍ شپه كښې د سوؤنو په شمېر مظاهرچيانو د لاريون په مهال د سويډن په سفارت بريد كولو سره دې ته اور ولګولو۔ د برتانيې خبري اژانس د خبر له مخې دغه لاريون په سويډن کښې د قران کريم د سوځولو يوې بلې پېښې رامخې ته كېدو اندېښنې په ضد ويستلې شوې وو۔ په پېښه کښې د سفارت عملې ته كوم زيان نه دے رسېدلے ۔ په بغداد كښې د سويډن د سفارت چارواکو د دې پېښې په اړه د كومې فوري تبصرې كولو څخه انكار كړې دې۔ بلخوا د سويډن خارجه وزارت د زيارت په ورځ فرانسيسي خبري اژانس ته وئیلي چې په بغداد كښې عمله محفوظ ده او وزارت ورسره رابطه كښې دے۔ دا خبره دې ياده وي چې په سويډن كښې د يو څو اونيو په مهال د قرآن پاك د سوځولو د يوې بلې منصوبې په ضد د زيارت په ورځ د ياد شوي لاريون كال د مذهبي لارښود مقتدي الصدر پلاويانو وركړے وو۔











