کابل 18 جولائي (اے پي پي) د افغانستان لنډمهاله حکومت د ملګرو ملتونو په افغانستان كښې د بشري حقونو خلاف ورزو په اړه رپورټ مسترد كولو سره دا په ناسمو معلوماتو اډانه لرونكې ګرځولې دې۔ د امريکې ميډيا له مخې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو مرستيال مشن (يو اېن اے اېم اے) د ګل په ورځ د بشري حقونو په خلاف ورزو اډانه رپورټ جاري كړې چې پكښې په …
د ملګرو ملتونو په افغانستان كښې د بشري حقونو خلاف ورزو په اړه رپورټ په ناسمو معلوماتو اډانه لري٬ ذبيح الله مجاهد
کابل 18 جولائي (اے پي پي) د افغانستان لنډمهاله حکومت د ملګرو ملتونو په افغانستان كښې د بشري حقونو خلاف ورزو په اړه رپورټ مسترد كولو سره دا په ناسمو معلوماتو اډانه لرونكې ګرځولې دې۔ د امريکې ميډيا له مخې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو مرستيال مشن (يو اېن اے اېم اے) د ګل په ورځ د بشري حقونو په خلاف ورزو اډانه رپورټ جاري كړې چې پكښې په مئي او جون كښې د شوي پېشرفت احاطه شوې۔ د افغان حکومت وياند ذبيح الله مجاهد رپورټ مسترد كولو سره ادعا كړې ده چې دا رپورټ د پخواني حكومت وفادارو لخوا پروپېګنډه او په ناسم معلوماتو اډانه دے۔ ده خپل ټويټ كښې ادعا كړې ده چې په يو اېن اے اېم اے كښې موجود كسان د طالبانو په ضد د پروپېګنډه كمپائن ملاتړ لپاره د تنظيم ناسم استعمال كولې شي۔ ده ووئيل طالبان امنيتي ځواكونه اولسي تحفظ باوري كولو لپاره اقدامات كوي او ټولې رياستي ادارې د افغان اولس په خدمت كښې بوخت دي۔ ده ووئيل د مثبت صورتحال تقاضا ده چې ملګري ملتونه دا ډول منفي رپورټس خپرول بند كړي











