جدہ ۔17جولائی(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره په جده كښې د جاپان وزيراعظم فوميو كيشيدا ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو او په خاص توګه په اقتصادی، تجارتی ٬ كلتوري او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د همكارۍ په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سعودی خبري اژانس له مخې شهزاده محمد بن سلمان د جدې په قصر الاسلام …
سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره د جاپاني وزيراعظم فوميو كيشيدا ملاقات
جدہ ۔17جولائی(اے پی پی) د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره په جده كښې د جاپان وزيراعظم فوميو كيشيدا ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو او په خاص توګه په اقتصادی، تجارتی ٬ كلتوري او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د همكارۍ په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سعودی خبري اژانس له مخې شهزاده محمد بن سلمان د جدې په قصر الاسلام كښې جاپاني وزيراعظم ته هركلے ووے او ده ته يۍ ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وروستو دواړه په باضابطه خبرو كښې په دوه اړخيزه اړيكو او په خاص توګه په اقتصادی، تجارتی ٬ كلتوري او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د همكارۍ په بېلو اړخونو او د سعودي وژن 2030 لمخې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ سعودي ولي عهد د جاپاني وزيراعظم په موجودګۍ كښې د جاپاني كمپنيو او كاروباري ادارو مشرانو سره هم ملاقات وكړو۔











