نیپیداو۔16جولائی(اے پی پی) په ميانمار کښې د يوې چاودنې له امله 14 تنه ټپيان شوي دي۔ د چين د خبري اژانس د خبر له مخې د ميانمار د رياستي اداري انتظامي كونسل انفارمېشن ډلې وئيلي چې په شان رياست كښې د چاؤدنې په نتيجه كښې 14 كسان ټپيان شوي دي۔ دوي ووئيل تېره ورځ دا چاؤدنه سهر 20 دقيقې كم 8 بجې د لاشيو سيمې په مركزي بازار كښې د …
په ميانمار كښې د چاؤدنې پيښه ٬ 14 كسان ژوبل
نیپیداو۔16جولائی(اے پی پی) په ميانمار کښې د يوې چاودنې له امله 14 تنه ټپيان شوي دي۔ د چين د خبري اژانس د خبر له مخې د ميانمار د رياستي اداري انتظامي كونسل انفارمېشن ډلې وئيلي چې په شان رياست كښې د چاؤدنې په نتيجه كښې 14 كسان ټپيان شوي دي۔ دوي ووئيل تېره ورځ دا چاؤدنه سهر 20 دقيقې كم 8 بجې د لاشيو سيمې په مركزي بازار كښې د يو زرګر دكان مخې ته رامخې ته شوه چې ورسره بازار كښې موجود 14 كسان ژوبل شول۔ دوئي زياته كړه چې چاؤدېدونكي توكي په يو موټر سائيكل كښې نصب كړې شوي وو۔ بلخوا پېښه كښې د ككړ درك لګولو له پلټنې روانې دي۔











