فلسطيني اولس ته د سنګينو جرمونو په ضد د غږ په پورته كولو سزا وركولې شي٬ شيخ ناجح بكيرات

یروشلم ۔16جولائی(اے پی پی) په يروشلم كښې د اسلامي اوقاف دوهم ډائرېكټر الشېخ ناجح بكېرات وئيلي دي چې قابض اسرائيلي رياست د بېت المقدس اوسېدونكي د اسرائيلي پوځ د ترهګرۍ او جرمونو په ضد د غږ په پورته كولو بېت المقدس څخه ويستل غواړي۔ د حريه نيوز له مخې په يروشلم كښې د اسلامي اوقاف دوهم ډائرېكټر په يو پرېس بيان كښې وئيلي چې قابض ریاست زما غږ غلي كولو …

یروشلم ۔16جولائی(اے پی پی) په يروشلم كښې د اسلامي اوقاف دوهم ډائرېكټر الشېخ ناجح بكېرات وئيلي دي چې قابض اسرائيلي رياست د بېت المقدس اوسېدونكي د اسرائيلي پوځ د ترهګرۍ او جرمونو په ضد د غږ په پورته كولو بېت المقدس څخه ويستل غواړي۔ د حريه نيوز له مخې په يروشلم كښې د اسلامي اوقاف دوهم ډائرېكټر په يو پرېس بيان كښې وئيلي چې قابض ریاست زما غږ غلي كولو لپاره په ما بې بنسټه تورونه لګولي دي۔ ده زياته كړه چې مونږ د قابض ځواكونو لخوا د فلسطيني وګړو بېت المقدس څخه د ويستلو عمل مسترد كوؤ۔ ده ووئيل مونږ به يروشلم ته بېرته ځؤ٬ مونږ به خپل جومات بېرته ځؤ ٬ مونږ به د اقصی او يروشلم وفادار پاتې كېږؤ۔