جكارته 13جولائی (اے پی پی) سعودي عرب د سوئېلي ختيز آسيا هېوادونو تنظيم آسيان سره د دوستۍ او مرستې په لوظنامه لاسليك كړې۔ د سعودي عرب خبري اژانس له مخې په دې لوظنامه د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د انډونېزيا په پايه تخت جكارته كښې د آسيان خارجه وزيرانو 56مې غونډې په موقع لاسليك كړی۔ په دې لوظنامه لاسليك نړيوال امن او سلامتيا ترلاسه كول٬ خبرو اترو …
د سعودي عرب او آسيان هېوادونو ترمينځه د دوستۍ او مرستې لوظنامه
جكارته 13جولائی (اے پی پی) سعودي عرب د سوئېلي ختيز آسيا هېوادونو تنظيم آسيان سره د دوستۍ او مرستې په لوظنامه لاسليك كړې۔ د سعودي عرب خبري اژانس له مخې په دې لوظنامه د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د انډونېزيا په پايه تخت جكارته كښې د آسيان خارجه وزيرانو 56مې غونډې په موقع لاسليك كړی۔ په دې لوظنامه لاسليك نړيوال امن او سلامتيا ترلاسه كول٬ خبرو اترو او شريكې مرسته قوي كولو كښې د سعودي عرب د كردار څرګندونه ده۔ شهزاده فيصل آسيان هېوادونو سره د سعودي عرب اړيكې رامخې ته كولو سره هغوي سره شريكې مرستې ته د پراختيا وركولو خواهش هم څرګندونه كړو۔ ده ووئيل چې دا لوظنامه د ملګرو ملتونو د منشور اصولو له مخې ده۔ دا د پائيدار اهداف حصول او هرې ډې لپاره به نوې اقتصادي موقعو پېدا كولو كښې مرستياله وګرځي











