د كويت د قرآن كريم په سويډش ژبه كښې د ترجمه شويو يو لك نسخو شائع كولو اعلان

كويت سټي 11جولائی (اے پی پی)كويت د قرآن كريم په سويډش ژبه كښې د ترجمې 1 لك نسخو شائع كولو اعلان كړېدے۔د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې كويتي وزيراعظم دا پرېكړه د اسلام د روادارۍ او د ټولو خلكو ترمينځه د اسلامي اقدارو عام كولو مقصد له مخې كړے۔ شېخ احمد نواف الاحمد الصباح كيئر اتهارټي ته د قرآن پاك د چاپ او شائع كولو كار سپارلې دې۔ دغسې چې …

كويت سټي 11جولائی (اے پی پی)كويت د قرآن كريم په سويډش ژبه كښې د ترجمې 1 لك نسخو شائع كولو اعلان كړېدے۔د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې كويتي وزيراعظم دا پرېكړه د اسلام د روادارۍ او د ټولو خلكو ترمينځه د اسلامي اقدارو عام كولو مقصد له مخې كړے۔ شېخ احمد نواف الاحمد الصباح كيئر اتهارټي ته د قرآن پاك د چاپ او شائع كولو كار سپارلې دې۔ دغسې چې دا نسخې په سويډن كښې ووېشلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د جون په 28مه نېټه د لويې اختر په اولنۍ ورځ په سويډن كښې يو عراقي وګړي د قرآن كريم د نسخې بې حرمتي كړې وه په كومه چې اسلامي نړۍ د سختې ناراضګۍ ٬ غم او غصې څرګندونه كړې وه۔ د دغې پېښې په ضد په نړيواله كچه د لاريونونو لړۍ هم پېل كړې شوې ده۔