د رياض ګورنر سره د امريكې سفير ملاقات

رياض 10جولائی (اے پی پی)د سعودي پايه تخت رياض ګورنر شهزاد فيصل بن بندر سره سعودي عربستان كښې نوي امريكائي سفير مائيكل ايلن ریټنی ملاقات كړې۔د سعودي خبري اژانس له مخې د پايه تخت رياض ګورنر شهزاده فيصل بن بندر تېره ورځ په خپل دفتر كښې سعودي عربستان لپاره د امريكا نوي سفير مائيكل ايلن ريټني ته هركلے ووې۔ په ملاقات كښې دواړو په زړه پورې چاپېرچل كښې د خيالاتو …

رياض 10جولائی (اے پی پی)د سعودي پايه تخت رياض ګورنر شهزاد فيصل بن بندر سره سعودي عربستان كښې نوي امريكائي سفير مائيكل ايلن ریټنی ملاقات كړې۔د سعودي خبري اژانس له مخې د پايه تخت رياض ګورنر شهزاده فيصل بن بندر تېره ورځ په خپل دفتر كښې سعودي عربستان لپاره د امريكا نوي سفير مائيكل ايلن ريټني ته هركلے ووې۔ په ملاقات كښې دواړو په زړه پورې چاپېرچل كښې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د يادونې وړ ده چې سږ كال د اپرېل په 27مه نېټه د امريكې نوې سفير په باضابطه توګه خپل اسناد سعودي حكومت ته وړاندې كړی وو۔ مائيكل ايلن ريټني امريكائي صدر جوبائيډن سفير ټاكلے وو۔ د ده تعيناتي د امريكې سېنېټ د مارچ په 14مه نېټه توثيق كړې وه