ملګري ملتونه 07 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش د فلسطين په لوېديزه غاړه جنين كښې د كډوالو په كېمپ د اسرائيل لخوا د بې درېغه طاقت كارول كېدو غندنه كړې ده۔ د امريكې خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس له مخې په پوځي عملياتو كښې د اسرائيل د بې درېغه طاقت استعمال د غندنې وړ دي۔ په جينن كښې د كډوالو په كېمپ د …
جنېن كښې د اسرائيلي طاقت بې درېغه استعمال د غندنې وړ دے۔ ملګري ملتونه
ملګري ملتونه 07 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش د فلسطين په لوېديزه غاړه جنين كښې د كډوالو په كېمپ د اسرائيل لخوا د بې درېغه طاقت كارول كېدو غندنه كړې ده۔ د امريكې خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس له مخې په پوځي عملياتو كښې د اسرائيل د بې درېغه طاقت استعمال د غندنې وړ دي۔ په جينن كښې د كډوالو په كېمپ د اسرائيل په بريد غمژن ګوټرېش ووئيل چې په دې اپرېشن كښې د سلو نه زيارت وګړي ژوبل شوي٬ د زرګونو په شمېر خلقو كډه كولو له مجبوره شوي٬ سكولونو او روغتونونو ته زيان رسولې شوې او د برېښنا او اوبو نېټ ورك خراب كړې شوې۔ ده د ژوبل شويو په طبي مرسته كښې په خنډانو ولاړولو او د بشري همدردۍ كاركنان هر ضرورت مند ته رسېدو نه په منع كولو هم په اسرائيل تنقيد كړې۔ ده ميډيا ته ووئيل چې د وګړو په ضد د تشدد د ټولو كاروائيو غندنه كوم۔ ده نه پوښتنه وشوه چې دا غندنه په اسرائيل لاګو كېږي نو ده په ځواب كښې ووئيل دا د بې دريغه طاقت په استعمال لاګو كېږي۔ په دې موقع عمومي سېكتر يو ځل بيا اسرائيل څخه مطالبه وكړه چې ھغوي دې د نړيوال قانون له مخې د خپلو ذمه وارو له مخې كار وكړي۔











