کوئټه 18 ستمبر(اے پي پي)د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام چیئر پرسن ماروي مېمن وئيلي دي چې د لاهور په حلقه اېن اے 120 كښې په ضمني ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) كايدندې بېګم كلثوم نواز په اكثريت سره په كاميابۍ محمد نواز شريف او مريم نواز ته مباركي وړاندې كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ "اے پي پي" سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ دې ووئيل …
ماروي مېمن د بېګم كلثوم نواز په كاميابۍ نواز شريف او مريم نواز له مباركي وركړه

مزید خبریں
کوئټه 18 ستمبر(اے پي پي)د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام چیئر پرسن ماروي مېمن وئيلي دي چې د لاهور په حلقه اېن اے 120 كښې په ضمني ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) كايدندې بېګم كلثوم نواز په اكثريت سره په كاميابۍ محمد نواز شريف او مريم نواز ته مباركي وړاندې كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ “اے پي پي” سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ دې ووئيل لاهور د مسلم ليګ (ن) مركز دے او اولس د خپلو رائيو د لارې ثابت كړې چې د محمد نواز شريف د نااهلۍ پرېكړې ھغوي ته منظور نه ده۔ دې په ضمني ټاكنو كښې په بشپړه توګه په كمپائن چلولو مريم نواز او د ګوند ټولو لارښودو او كاركنانو ته پېرزونې وړاندې كړې۔ ماروي مېمن ووئيل دا كاميابي به د كال 2018 ټولټاكنو لپاره د مسلم ليګ (ن) د كاميابۍ پېش خېمه وګرځي









