اطاليا ٬ اولډ اېج مركز كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 6 تنه مړه ٬ 68 ژوبل

روم 07 جولائی (اے پی پی(په اطاليا كښې د زيات عمر كسانو په مركز كښې د اور لګېدو پېښې له امله 6 تنه مړه او 68 ژوبل شوي۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې د اطاليا فائر فائټرز سروس وياند لوكا كيري مېډيا ته وئيلي چې تېره شپه په ميلان كښې د زيات عمر كسانو په يو مركز كښې د اور لګېدو پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې …

روم 07 جولائی (اے پی پی(په اطاليا كښې د زيات عمر كسانو په مركز كښې د اور لګېدو پېښې له امله 6 تنه مړه او 68 ژوبل شوي۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې د اطاليا فائر فائټرز سروس وياند لوكا كيري مېډيا ته وئيلي چې تېره شپه په ميلان كښې د زيات عمر كسانو په يو مركز كښې د اور لګېدو پېښه رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يۍ 6 تنه مړه او 68 ژوبل شوي ۔ ده ووئيل چې د رېسكيو عملې ژوبل او مړه شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړل چرته چې د دريو كسانو حالت اندېښمن ښودلې شي۔ده زياته كړې چې په اور قابو موندلے شوے دے۔