د قرآن پاك د بې حرمتۍ پيښه ٬ سعودي عربستان سويډش سفير طلب كړو

ریاض۔3جولائی(اے پی پی) سعودي عربستان په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ مجرمانه پېښې سخته غندنه كولو سره د دې په ضد د خپل احتجاج ريكارډ كولو له سويډش سفير طلب كړو۔ د سعودی خبري اژانس له مخې سعودي خارجه وزارت د ګل په ورځ په رياض كښې د سويډن سفير طلب كولو سره په سټاك هوم كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښه يو سنګين جرم …

ریاض۔3جولائی(اے پی پی) سعودي عربستان په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ مجرمانه پېښې سخته غندنه كولو سره د دې په ضد د خپل احتجاج ريكارډ كولو له سويډش سفير طلب كړو۔ د سعودی خبري اژانس له مخې سعودي خارجه وزارت د ګل په ورځ په رياض كښې د سويډن سفير طلب كولو سره په سټاك هوم كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښه يو سنګين جرم وګرځولو۔ د سعودی خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د سویډن د يو جومات مخې ته د قرآن پاك د بې حرمتۍ ناوړه فعل په هېڅ ډول د قبلولو نه دے۔ خارجه وزارت د دې پېښې سخته غندنه كولو سره سویډش حکومت څخه غوښتنه وكړه چې هغه د دا ډول ټولو اقداماتو مخنيوي وكړي كوم چې روادارۍ ٬ اعتدال خوښۍ او انتها خوښۍ مسترد كولو له د اقدارو خپرولو روانو نړيوالو هڅو سره نېغ په نېغه متصادم وي۔ دا ناوړه پېښه په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوه كله چې د ګردې اسلامي نړۍ مسلمانانو لويې اختر لمانځلو۔ دې مكروه فعل سره د كروړونو په شمېر مسلمانانو زړه ازار كړے شوے دے۔ د سعودي عربستان دا بيان د او آئي سي د اتوار په ورځ د مملكت په بلنه په جده كښې د شوې بېړنۍ غونډې څخه وروستو رامخې ته شوے۔