اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) حضرت ابراهيم خليل الله عليه السلام او د سرور کونين حضرت محمدۖ په سنت مطهره عمل كولو سره سعودي عرب، خليجي هېوادونه، امريکه، اروپا، کاناډا، ماليزيا، او د انډونيزيا پشمول د نړۍ په ځينې هېوادونو كښې لوے اختر په مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځلې شوې۔ د لوي اختر په موقع په مسجد الحرام او مسجد نبويۖ كښې د لوي اختر د لمانځ …
سعودي عرب، خليجي هېوادونو، امريکه، اروپا، کاناډا، ماليزيا، او د انډونيزيا پشمول د نړۍ په ځينې هېوادونو كښې لوے اختر په مذهبي عقيدت او احترام سره ولمانځلې شو
اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) حضرت ابراهيم خليل الله عليه السلام او د سرور کونين حضرت محمدۖ په سنت مطهره عمل كولو سره سعودي عرب، خليجي هېوادونه، امريکه، اروپا، کاناډا، ماليزيا، او د انډونيزيا پشمول د نړۍ په ځينې هېوادونو كښې لوے اختر په مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځلې شوې۔ د لوي اختر په موقع په مسجد الحرام او مسجد نبويۖ كښې د لوي اختر د لمانځ اجتماعات شوې او د لكهونو په شمېر د توحيد فرزندانو د لوي اختر لمونځ ادا كړې او په دې موقع اسلامي نړۍ لپاره خاص دعاګانې شوې دي۔ د سعودي عرب نه علاوه متحده عرب امارات، بحرېن، کوېت، ترکيه، انډونيزيا او په نورو هېوادونو كښې د لوي اختر د لمونځونو اجتماعات شوې۔ د برتانيه، کاناډا او د امريكې په ځينې برخو كښې د شورو په ورځ او په ځينې برخو كښې به (نن) د زيارت په ورځ لوے اختر لمانځلې كېږي











