د حاجيانو قافلې رمي (جمرات) لپاره مزدلفه څخه منی ته ورسيدې

مکه مکرمه ۔28جون (اے پی پی) د لكھونو په شمېر حاجيان صاحبان په مېدان عرفات كښې د حج تر ټولو لويې ركن وقوف عرفه ادا كولو څخه وروستو په مزدلفه كښې شپه تېرولو څخه وروستو منی ته رسېدو سره رمي جمرات كوي۔ د سعودی خبر رسنې ادارې له مخې د سعودي د حج او عمره وزير ډاكټر توفيق الربيعه وئيلي چې د روان كال 2023 (1444 هجری) په مهال 150 …

مکه مکرمه ۔28جون (اے پی پی) د لكھونو په شمېر حاجيان صاحبان په مېدان عرفات كښې د حج تر ټولو لويې ركن وقوف عرفه ادا كولو څخه وروستو په مزدلفه كښې شپه تېرولو څخه وروستو منی ته رسېدو سره رمي جمرات كوي۔ د سعودی خبر رسنې ادارې له مخې د سعودي د حج او عمره وزير ډاكټر توفيق الربيعه وئيلي چې د روان كال 2023 (1444 هجری) په مهال 150 څخه زياتو هېوادونو څخه نزدې 18 لکه 45 زره كسان حج ادا كولو له راغلي۔ دې څخه وړاندې حاجيانو صاحبانو مسجد نمره كښې د حج خطبه واورېدله د كومې ترجمه چې د اردو په شمول په 20 ژبو كښې خپره كړې شوه۔ حاجيانو صاحبانو په مېدان عرفات كښې د ماسپخين او ماځيګر لمونځونه يو اذان دوه اقامتونو سره قصر ادا كړو او تر نمر پرېوتو يۍ وقوف وكړو۔ د لمر پرېوتو سره سمدستي قافلې مېدان عرفان څخه مزدلفه ته روانې شوې۔ دوئي مزدلفه كوم چې د حج درېم پړاؤ دے ته رسېدو سره د ماښام او ماسخوتن لمونونه يو اذان دوه اقامتونو سره ادا كړل او رمي لپاره يۍ قوتكانړي جمع كړل۔ دا خبره دې ښكاره وي چې رمي جمرات كوم ته چې د شېطانانو ويشتل وئيلې كېږي د حج په مهمو مناسكو كښې يو منسك دے۔ د رمي جمرات نه وروستو به حاجيان د وېښتو حلق یا تقصیر كولو سره له احرام څخه وځي۔