مکه مکرمه۔28جون(اے پی پی) د حج مناسك ادا كولو په مهال لويې شېطان ويشتلو او قربانۍ څخه وروستو حاجيان صاحبان د احرام حالت څخه بهر شوي۔ د بېت اللہ شریف طواف زیارت، راروانو درې ورځو له په منۍ كښې پاتې كېدو او د شېطانانو ويشتلو سره به د حج مناسك ترسره شي۔ تېره ورځ په مېدان عرفات كښې د حج خطبه اورېدو ٬ د ستر ركن وقوف عرفه څخه وروستو …
د حج مناسك ادا كولو په مهال له رمي او قربانۍ وروستو حاجيان احرام څخه بهر شول
مکه مکرمه۔28جون(اے پی پی) د حج مناسك ادا كولو په مهال لويې شېطان ويشتلو او قربانۍ څخه وروستو حاجيان صاحبان د احرام حالت څخه بهر شوي۔ د بېت اللہ شریف طواف زیارت، راروانو درې ورځو له په منۍ كښې پاتې كېدو او د شېطانانو ويشتلو سره به د حج مناسك ترسره شي۔ تېره ورځ په مېدان عرفات كښې د حج خطبه اورېدو ٬ د ستر ركن وقوف عرفه څخه وروستو د يو لك 70 زره پاكستانيانو په شمول ګردې نړۍ څخه راغلې د لكھونو په شمېر حاجيانو صاحبانو په مزدلفه كښې د ښكاره آسمان لاندې شپه تېره كړه۔ مزدلفه كښې د سحر لمونځ ادا كولو او لمر راختلو څخه وروستو دوئي منۍ كښې خپلو خېمو ته ورسېدل چرته چې دوئي په اولنۍ ورځ لويے شېطان ويشتلو ٬ قربانۍ كولو او وېښته حلق يا قصر كولو سره د احرام حالت څخه بهر شول۔ دوئي به درې نورې ورځې په منی كښې پاتې كېږي۔ د بېت اللہ شریف طواف زیارت او د درې واړو شېطانانو ويشتلو سره به د حج مناسك ترسره شي۔ په دې مهال سعودي عربستان او خليجي هېوادونو كښې لويې اختر مذهبي عقيدت او احترام سره ولمانځلې شو۔ په مسجدالحرام او مسجد نبوی كښې د اختر لمونځ په مهال روح ته تازګي وركوؤنكي مناظر وليدلې شؤ۔ په ې موقعه د اسلامي نړۍ سرلوړۍ ٬ د پاكستان سلامتيا او څوكالۍ له خصوصي دعا ګانې وغوښتلې شوې۔











