چين او فرانس په قامي خپلواكۍ باور لري۔د چين وزيراعظم

پيرس 24جون(اے پی پی)د چين وزيراعظم لي چيانګ د فرانس وزيراعظم په دفتر كښې د وزيراعظم الزبت بورن سره ملاقات كړې۔د چين مېډيا له مخې څه موده وړاندې د چين صدر شي جن پنګ د صدر ايمانوئل ميكرون سره تفصيلي خيالاتو څرګندونه كړې وه چې پكښې چين د فرانس اړيكو پرمختګ لپاره د حكمت عملۍ رهنمائي كړی وه۔د چين وزيراعظم ووئيل چې د چين فرانس اوسنۍ دورې مقصد د دواړو …

پيرس 24جون(اے پی پی)د چين وزيراعظم لي چيانګ د فرانس وزيراعظم په دفتر كښې د وزيراعظم الزبت بورن سره ملاقات كړې۔د چين مېډيا له مخې څه موده وړاندې د چين صدر شي جن پنګ د صدر ايمانوئل ميكرون سره تفصيلي خيالاتو څرګندونه كړې وه چې پكښې چين د فرانس اړيكو پرمختګ لپاره د حكمت عملۍ رهنمائي كړی وه۔د چين وزيراعظم ووئيل چې د چين فرانس اوسنۍ دورې مقصد د دواړو هېوادونو مشرانو ترمينځه ترسره كېدونكې مهم رايو اتفاق ته عملي شكل وركول او چين-فرانس اړيكو ته ودې وركولو لپاره فرانس ډلې سره په ګډه كار كول غواړي۔چين د دوه اړخيزه تجارت متوازن پرمختګ ته ودې وركولو٬تر يو بل ماركيټ رسنه زياتول٬كاروباري ماحول مسلسل ښه والي٬پرمختګ او په نورو اړخونو كښې د مرستې امكانات كارولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه عملي مرستې يو نوې كچې ته مخ په وړاندې بوتللو لپاره د فرانس سره د كار كولو لپاره تيار دې۔د دواړو هېوادونو وزيراعظمانو د هوائي بازۍ پشمول په نورو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په ګڼ دستاويزات د لاس ليك شريكه مشاهده كړې۔