برازيل، د سمندري طوفان له امله د مړو شمېره 13 ته ورسېده

برازيليا 20 جون (اے پي پي) برازيل كښې د سمندري طوفان له امله د مړو شمېره 13 ته رسېدلې او 20 كسان بې دركه هم دي۔ د ترکيه خبررسنې ادارې له مخې د ريوګراندے دو سول رياست ګورنر اېډورډوليټي وئيلي دي چې د سمندري طوفان د لاسه څلور قصبې ځپلې شوې دي۔ چارواكو ووئيل چې درې زره 700 كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوې دي٬ د سېلاب او خاورو …

برازيليا 20 جون (اے پي پي) برازيل كښې د سمندري طوفان له امله د مړو شمېره 13 ته رسېدلې او 20 كسان بې دركه هم دي۔ د ترکيه خبررسنې ادارې له مخې د ريوګراندے دو سول رياست ګورنر اېډورډوليټي وئيلي دي چې د سمندري طوفان د لاسه څلور قصبې ځپلې شوې دي۔ چارواكو ووئيل چې درې زره 700 كسان محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوې دي٬ د سېلاب او خاورو كمر لوېدو له امله يو شمېر پروازونه منسوخ كړې شوې دي او سترې لارې او سړكونه هم ټرافېك لپاره بند كړې شوې دي۔ بلخوا يو شمېر سيمې لا تر اوسه برېښنا څخه محرومه دي٬ ځپليو سيمو كښې رېسكيو او سرچ آپرېشن پرله پسې روان دے