لکھنو۔19جون(اے پی پی) په هند كښې د اترپردېشن ايالت په بليا ضلع كښې د سختې ګرمۍ د لارسه په تېرو 4 ورځو كښې 57 كسان مړه شوي دي۔ د کشمیرمیډیا سروس لمخې چارواكو وئيلي چې دا كسان د بليا ضلعې په روغتون كښې د تېرو 4 ورځو په مهال مړه شوي دي۔ د وبائي رنځور ډائرېكټر ډاكټر اے كے سنګھ سخته ګرمي په ضلع كښې د زيات عمر د رنځورانو …
د د زياتې ګرمۍ له امله د اتر پريش په بليا ضلع كښې 57 كسان مړه شول
لکھنو۔19جون(اے پی پی) په هند كښې د اترپردېشن ايالت په بليا ضلع كښې د سختې ګرمۍ د لارسه په تېرو 4 ورځو كښې 57 كسان مړه شوي دي۔ د کشمیرمیډیا سروس لمخې چارواكو وئيلي چې دا كسان د بليا ضلعې په روغتون كښې د تېرو 4 ورځو په مهال مړه شوي دي۔ د وبائي رنځور ډائرېكټر ډاكټر اے كے سنګھ سخته ګرمي په ضلع كښې د زيات عمر د رنځورانو په مرګونو كښې د زياتوالي بنيادي سبب ګرځولې ده۔ سی ایم او کمار ميډيا ته وئيلې چې د رغتون د ريكارډ له مخې په 57 كسانو كښې 40 فيصده رنځوران تبې نيولې وو او 60 فيصده په نورو رنځونو كښې مبتلا وو۔ د روغتيا چارواكو وئيلي چې د روانې مياشتې 15 مې څخه تر 17 مې نېټې نزدې 400 رنځوران په روغتون كښې بستر كړې شول۔










