سعودي عربستان ٬ د ځايي وګړي سوځونكي ته د مرګ سزا واورولې شوه

ریاض ۔16جون(اے پی پی) په سعودي عربستان کښې د ځائي وګړي سوځونكي د مرګ سزا واورولې شوه۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کښې وئیل شوي چې د مکې ښار یو ځايي وګړي برکات بن جبریل په بندر بن طه بن محمد القرهدي پټرول اړولي او هغه يۍ ژوندے سوځولے وو۔ پوليس كارروائي كولو سره وژونكې ونيولو او …

ریاض ۔16جون(اے پی پی) په سعودي عربستان کښې د ځائي وګړي سوځونكي د مرګ سزا واورولې شوه۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کښې وئیل شوي چې د مکې ښار یو ځايي وګړي برکات بن جبریل په بندر بن طه بن محمد القرهدي پټرول اړولي او هغه يۍ ژوندے سوځولے وو۔ پوليس كارروائي كولو سره وژونكې ونيولو او زندان ته يۍ منتقل كړو۔ د تفتيش او عدالتي كارروائيۍ څخه وروستو د ده جرم ثابت شو۔ عدالت په دې كېس كښې ده ته د مرګ سزا واوروله۔