جدہ۔16جون(اے پی پی) د جدہ حج ټرمنل چارواكو وئيلي دي چې د حج كوؤنكو د امېګريشن كارروائي په 20 دقيقې كښې ترسره كړې شوه۔ د عرب نیوز لمخې د جدې كنګ عبدالعزیز نړيوال هوائي مېدان ته بېلو هېوادونو څخه 90 حج پروازونه رارسېدلې ٬ د دې د لارې د رراغلې عازمينو د حج سفري كارروائي په 20 دقيقو كښې ترسره كړې شوې ده۔ دې څخه وړاندې د پاسپورټ څانګې ډي …
په جده حج ټرمنل د عازمينو امېګرېشن په 20 دقيقې كښې بشپړ شو

مزید خبریں
جدہ۔16جون(اے پی پی) د جدہ حج ټرمنل چارواكو وئيلي دي چې د حج كوؤنكو د امېګريشن كارروائي په 20 دقيقې كښې ترسره كړې شوه۔ د عرب نیوز لمخې د جدې كنګ عبدالعزیز نړيوال هوائي مېدان ته بېلو هېوادونو څخه 90 حج پروازونه رارسېدلې ٬ د دې د لارې د رراغلې عازمينو د حج سفري كارروائي په 20 دقيقو كښې ترسره كړې شوې ده۔ دې څخه وړاندې د پاسپورټ څانګې ډي جي سلیمان الیحیی په حج ټرمنل د انتظاماتو جاج له اخستو وروستو د كنګ عبد العزيز نړيوال هوائي مېدان دوره وكړه۔ ده په هوائي مېدان موجود اهلكارو ته هدايت وكړو چې هغوي دې حج لپاره راتلونكو ته په زړه پورې او د لوړې درجې آسانۍ وركړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په جده هوائي مېدان 15 څخه زياتې ژبې ويونكي اهلكار تعينات دي۔








