منيلا 15جون(اے پی پی)په فلپائن كښې يوې وسله والې ډلې د پوليس په ګاډي ډزې وكړی چې په نتيجه كښې يې دوه پوليس اهلكار مړه او څلور ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس له مخې د فلپائن په مسلم منډا ناؤ سيمې(بي اے آر اېم اېم)پوليس مشر برېګېډيئر جنرل ايلن نوبلزا د مېډيا بريفنګ په اړه ووئيل چې تېره ورځ ماګويندانا ډيل سور صوبې په شريف اګوك ښار كښې د ځايې …
فلپائن٬د وسله والو ډلو د ډزو په نتيجه كښې 2 پوليس اهلكار مړه ٬ 4 ژوبل

مزید خبریں
منيلا 15جون(اے پی پی)په فلپائن كښې يوې وسله والې ډلې د پوليس په ګاډي ډزې وكړی چې په نتيجه كښې يې دوه پوليس اهلكار مړه او څلور ژوبل شوي۔د چين خبري اژانس له مخې د فلپائن په مسلم منډا ناؤ سيمې(بي اے آر اېم اېم)پوليس مشر برېګېډيئر جنرل ايلن نوبلزا د مېډيا بريفنګ په اړه ووئيل چې تېره ورځ ماګويندانا ډيل سور صوبې په شريف اګوك ښار كښې د ځايې وخت له مخې د شپې 8 بجے د پوليس ګاډې د ګزمې نه پس د كيمپ پلو روان ؤ كوم چې په نښه كړې شو۔ده ووئيل چې مړه او ژوبل شوي اهلكار نزدې روغتون ته رسولې شوي۔ده ووئيل چې بريد د هېډكوارټر څخه په يو څو ميټره فاصله شوې او تراوسه كومې ډلې د دې ذمه واري قبوله كړې نه ده خو پوليس د بريد سپيځلې پلټنې كوي








