رباط 07 جون (اے پي پي) مراکش كښې 14 ورځنې نړيوال جنګی مشقونه پيل شوب دي چې پكښې په وړمبي ځل د اسرائیل عسكر برخه اخلي۔د المان نشریاتی ادارې له مخې د سرائیل ډیفنس فورسز (آئی ډی ایف) خپل يو بيان كښې وئيلي چې د مراکش كوربتوب كښې مراکش او امریکي په شريكه مرسته كيدونكي د ’’افریقیې شیر‘‘نومی نړيوال جنګی مشقونو كښې د 18 هېوادونو 18 زره عسكر برخه اخلي …
مراکش كښې 14 ورځنې نړيوال جنګي مشقونه پيل شول،په وړمبي ځل د اسرائیل عسكر برخه اخلي

مزید خبریں
رباط 07 جون (اے پي پي) مراکش كښې 14 ورځنې نړيوال جنګی مشقونه پيل شوب دي چې پكښې په وړمبي ځل د اسرائیل عسكر برخه اخلي۔د المان نشریاتی ادارې له مخې د سرائیل ډیفنس فورسز (آئی ډی ایف) خپل يو بيان كښې وئيلي چې د مراکش كوربتوب كښې مراکش او امریکي په شريكه مرسته كيدونكي د ’’افریقیې شیر‘‘نومی نړيوال جنګی مشقونو كښې د 18 هېوادونو 18 زره عسكر برخه اخلي او دا د خپل نوعيت تر نن 19م جنګی تربیتی مشقونه دي كوم به چې تر دوه اوونۍ دوام لري۔د دې جنګي مشقونو كوربتوب مراکش کوي دغسې دا مشقونه د مراکش او امریکي په شريكه مرسته كېږي۔ده ووئيل دا وړمبۍ موقع ده چې مراکش كښې په دې جنګي مشقونو كښې د اسرائیل عسكر او کمانډوز 12 كسيزه پلاوي برخه اخلي دا بټالین د اسرائیل پوځ انفنټری ډلو يو ایلیټ یونټ دې








