مقبوضه بېت المقدس۔6 جون(اے پی پی) د اسرائيل پوځي عدالت په لوئيديزه غاړه كښې د يو وګړي د وژلو او د حماس تحريك پوځي سېل جوړولو په تور يو فلسطيني وګړي ته د ټول عمري زندان سزا اورولې ده۔ د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې اسرائيلي پوځ په خپل بيان كښې وئيلي چې د لوئيديزې غاړې رام الله ښار ته نزدې عوفر ملټری کورټ په ډزو كښې د اسرائيلي وګړي …
د اسرائيل پوځي عدالت فلسطيني وګړي ته د ټول عمري زندان سزا واوروله٬ د فلسطيني بنديوانو د كلب غندنه

مزید خبریں
مقبوضه بېت المقدس۔6 جون(اے پی پی) د اسرائيل پوځي عدالت په لوئيديزه غاړه كښې د يو وګړي د وژلو او د حماس تحريك پوځي سېل جوړولو په تور يو فلسطيني وګړي ته د ټول عمري زندان سزا اورولې ده۔ د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې اسرائيلي پوځ په خپل بيان كښې وئيلي چې د لوئيديزې غاړې رام الله ښار ته نزدې عوفر ملټری کورټ په ډزو كښې د اسرائيلي وګړي د وژل كېدو په تور كښې د سلواد قصبې 39 كلن معاذ حامد ته دوه ځله د ټول عمري زندان او د وژلې شوي كورنۍ ته د 19 لكه شكيل د معاوضې په توګه د وركولو سزا اورولې۔ له بلې خوا د فلسطيني بنديانو كلب په خپل غبرګون كښې د معاذ حامد د مقدمې غندنه كولو سره سپيناوې كړې چې معاذ په اپرېل 2022 نيولے شوے وو۔ د ده يو ورور نعمان حامد دے كوم چې تېر كال فرورۍ كښې په انتظامي توګه حراست كښې اخستې شوې۔ دا دواړه وروڼه څو څو واره ګرفتار كړې شوي دي








