د يوکرائن په کاخوفکا بېراج بريد كښې د روسيه لاس دے ٬ دا جنګي جرم دے۔ اروپائي ائتلاف

برسلز 06 جون (اے پي پي) د يورپين کونسل مشر شارل مېشل روسيه د کاخوفکا بېراج تباه كولو ذمه وار ګرځولو سره دا اقدام جنګي جرم ګرځولے دے۔ د روسيه خبررسنې ادارې له مخې ده په سوشل ميډيا خپل بيان كښې وئيلي دي چې دا بريد په تاريخ كښې هېڅ مثال نه لري ٬ په دغه بېراج بريد مونږ ته سخت زيان رارسولې او دا بريد جنګي جرم دے ۔ …

برسلز 06 جون (اے پي پي) د يورپين کونسل مشر شارل مېشل روسيه د کاخوفکا بېراج تباه كولو ذمه وار ګرځولو سره دا اقدام جنګي جرم ګرځولے دے۔ د روسيه خبررسنې ادارې له مخې ده په سوشل ميډيا خپل بيان كښې وئيلي دي چې دا بريد په تاريخ كښې هېڅ مثال نه لري ٬ په دغه بېراج بريد مونږ ته سخت زيان رارسولې او دا بريد جنګي جرم دے ۔ ده ووئيل مونږ به روسيه او د دوي ملګري د دې بريد ذمه وار ګرځوٶ۔ ده ووئيل زه به په 29م او 30م جون د اروپائي ائتلاف د مشرانو غونډه كښې دا موضوع په اېجنډا كښې شاملوم او د سېلاب خطر محسوسوؤنكو سيمو ته به د وړاندې نه د زيات سامان لېږلو تجويز وړاندې كوم