ملګري ملتونه 31 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش په نړيواله ورورولۍ زور رواړې دې چې ھغوي دې د نسل پرستۍ لعنت خاتمې لپاره اقدامات وكړي٬ د چين خبررسنې ادارې له مخې انتونيو ګوترېش د افريقائي نسل خلقو لپاره په ملګرو ملتونو كښې يو فورم ته خپله وېنا كښې ووئيل د افريقې وګړو د نړۍ په ګوټ ګوټ كښې ټولنو ته وده وركړې ده او …
نړيواله ورورولي دې نسل پرستي ختمولو لپاره اقدامات وكړې۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

مزید خبریں
ملګري ملتونه 31 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش په نړيواله ورورولۍ زور رواړې دې چې ھغوي دې د نسل پرستۍ لعنت خاتمې لپاره اقدامات وكړي٬ د چين خبررسنې ادارې له مخې انتونيو ګوترېش د افريقائي نسل خلقو لپاره په ملګرو ملتونو كښې يو فورم ته خپله وېنا كښې ووئيل د افريقې وګړو د نړۍ په ګوټ ګوټ كښې ټولنو ته وده وركړې ده او د بشري هلو ځلو په هره څانګه كښې ئې زياته مرسته كړې ده خو مونږ بيا هم په دې خبره اګاه يو چې د دې نسل خلق پرله پسې نسلي امتياز سره مخ دي۔ ده ووئيل د پېړو غلامي او د نوآبادياتي استحصال اوږد سفر نن هم روان دے٬ مونږ له به خپلې ټولنې د نسلي امتياز لعنت نه خلاصولو لپاره په تندۍ سره كار كول او د افريقائي نسل خلقو بشپړه سياسي٬ معاشي او سماجي شموليت به د مساوي وګړو په توګه باوري كول وي۔








