مدینه منورہ ۔29مئی (اے پی پی) د سركاري سكيم لاندې حج كوؤنكي په مدينه منوره كښې 8 ورځې پاتې كېدو څخه وروستو د سړك د لارې مكې مكرمې ته روان شوي دغسې چې دغلته رسېدو سره د حج مناسك ادا كول پېل كړې شي۔ په مدينه منوره كښې د پاكستان حج مشن لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د سرکاری سکیم لاندې د مئي په …
د سركاري سكيم لاندې حج كوؤنكي مدينې منورې څخه مكې مكرمې ته روان شول

مزید خبریں
مدینه منورہ ۔29مئی (اے پی پی) د سركاري سكيم لاندې حج كوؤنكي په مدينه منوره كښې 8 ورځې پاتې كېدو څخه وروستو د سړك د لارې مكې مكرمې ته روان شوي دغسې چې دغلته رسېدو سره د حج مناسك ادا كول پېل كړې شي۔ په مدينه منوره كښې د پاكستان حج مشن لخوا په جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د سرکاری سکیم لاندې د مئي په 21 مه نېټه د پروازونو د لارې مدينې منورې ته رسېدونكو عازمينو مقدس ښار مكه مكرمه پلو خپل سفر پېل كړے دے۔ حج كوؤنكو ته وئيلې شوي دي چې هغوي دې كومې هم مرستې لپاره د مشن په ټول فری هېلپ لائن 8001166622 كال وكړي۔ دغسې د مكې مكرمې په اړه په 025500426، د جدې په اړه په 026670980 او د مدينې منورې په اړه په 048250789 او 048250782 لمبر تماس نيولو سره معلومات ترلاسه كېدې شي۔ د روان كال په مهال په مجموعي توګه د 1 لکه 79 زر 200 كسانو حج له د تللو امكان دے په كومو كښې به چې 81230 د سرکاری او باقي پاتې د پرائېوېټ حج سكيم د لارې روانېږي۔ د مذهبي چارو وزارت له مخې د پاكستاني حج كوؤنكو وروستې پرواز به په 21 جون سعودي عربستان ته روانېږي








