په سوريه كښې زلزلې څخه وروستو په بسونو كښې ماشومانو ته زده كړې وركولې شي

دمشق۔26مئی(اے پی پی) په سوريه کې له زلزلې وروسته ماشومانو ته په موبايل بسونو کې زده کړې ورکول کېږي۔ د سعودي مېډيا له مخې د روان كال د فرورۍ په شپږمه نېټه په سوريه كښې يوې سختې زلزلې تباهي خپره كړه چې له امله يۍ د نورو ودانيو تر څنګ د سکولونو ودانۍ هم تباه شوې۔ وروستو انتظاميې په موبايل بسونو كښې ماشومانو ته زده كړې وركول پېل كړل۔ د …

دمشق۔26مئی(اے پی پی) په سوريه کې له زلزلې وروسته ماشومانو ته په موبايل بسونو کې زده کړې ورکول کېږي۔ د سعودي مېډيا له مخې د روان كال د فرورۍ په شپږمه نېټه په سوريه كښې يوې سختې زلزلې تباهي خپره كړه چې له امله يۍ د نورو ودانيو تر څنګ د سکولونو ودانۍ هم تباه شوې۔ وروستو انتظاميې په موبايل بسونو كښې ماشومانو ته زده كړې وركول پېل كړل۔ د يوې ځايي غېر سرکاري موسسې تعليمي افسر ووئيل ګرځنده بسونه په 27 كېمپونو كښې زلزله ځپليو ماشومانو ته د زده كړو آسانۍ وركولو سره سره د دوئي نفسياتي مرسته هم كوي۔ په جېندرېس او دې سره پېوستو سيمو كښې نزدې 3 زره نه زيات زده كوؤنكي دې خذماتو څخه استفاده كوي