تل ابیب 24 مئي (اے پي پي) د اسرائیل د وسله والو ځواكونو مشر لیفټیننټ جنرال هرزی حالیوی وئيلي دي چې د ایران جوهری پروګرام په ضد پوځي كارروائی كيدې شي۔د سعودی خبررسني ادارې له مخې د اسرائیل وزیر اعظم بنیامین نیتن یاهو د قامی سلامتیا سلاحكار جنرال هرزی حالیوی د ایران په ضد د كارروائی امكان څرګند كړې۔د اسرائیل د وسله والو ځواكونو مشر لیفټیننټ جنرال هرزی حالیوی يو …
د ایران جوهری پروګرام په ضد پوځی كارروائی كيدې شي ۔ د اسرائیل جنرال

مزید خبریں
تل ابیب 24 مئي (اے پي پي) د اسرائیل د وسله والو ځواكونو مشر لیفټیننټ جنرال هرزی حالیوی وئيلي دي چې د ایران جوهری پروګرام په ضد پوځي كارروائی كيدې شي۔د سعودی خبررسني ادارې له مخې د اسرائیل وزیر اعظم بنیامین نیتن یاهو د قامی سلامتیا سلاحكار جنرال هرزی حالیوی د ایران په ضد د كارروائی امكان څرګند كړې۔د اسرائیل د وسله والو ځواكونو مشر لیفټیننټ جنرال هرزی حالیوی يو سكیورټی كنفرنس ته وينا كښې وئيلي چې ایران د یورینیم افزوده كولو صلاحیت كښې وړاندې څخه زيات پرمختګ كړې دے،اوس په دغه سلسله كښې منفی پیش رفت كېږي كوم چې د پوځي كارروائی سبب ګرځيدې شي۔ده ووئيل مونږ د ايران سره مقابله كولو صلاحیت لرو او مونږ د هر ډول پوځي كارروائی لپاره چمتو يو۔








