ډھاكه ۔23مئی(اے پی پی) د بنګله دېش او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه يواځنے ټېسټ مېچ به د راروانې جون مياشتې 14 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ د افغانستان لوبډله به راروانه مياشت د بنګله دېش دوره كوي او د خپلې دورې پېل به د ډھاكې شېر بنګال سټېډيم كښې د كوربه لوبډلې په ضد د ټېسټ مېچ څخه كوي۔ مېلمه لوبډله به د جون په 10 مه نېټه بنګله دېش …
د بنګله دېش او افغانستان ترمينځه ټېسټ مېچ په 14 جون كېږي

مزید خبریں
ډھاكه ۔23مئی(اے پی پی) د بنګله دېش او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه يواځنے ټېسټ مېچ به د راروانې جون مياشتې 14 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ د افغانستان لوبډله به راروانه مياشت د بنګله دېش دوره كوي او د خپلې دورې پېل به د ډھاكې شېر بنګال سټېډيم كښې د كوربه لوبډلې په ضد د ټېسټ مېچ څخه كوي۔ مېلمه لوبډله به د جون په 10 مه نېټه بنګله دېش ته رسي او د جون 14 مې څخه تر 18 مې نېټې به د بنګله دېش پلازمينه ډھاكه كښې ټېسټ مېچ كوي۔ دې څخه وروستو به د جون په 19 مه نېټه هند ته روانېږي۔د بنګله دېش په ضد د سيريز پاتې برخه ترسره كولو له به افغان كركټ لوبډله د جولائي په اولنۍ نېټه يو وارې بيا بنګله دېش ته ځي او پخپل سيريز كښې به درې يو ورځني او دوه ټي 20 مېچونه د جولائي تر 17 مې نېټې تر سره كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ون ډے سيريز مېچونه به پرله پسې په 5 ٬ 8 او 11 جولائي چټوګرام او دغې څخه وروستو دوه ټي 20 مېچونه به په 14 او 16 جولائي سلهټ كښې كېږي









