ګوتم بدھ د سولې ٬ خواخوږۍ او عدم تشدد پېغام خپور كړے ٬ مستقل استازې منېر اكرم

ملګري ملتونه ۔19مئی (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم وئيلي دي ګوتم بدھ د سولې ٬ خواخوږۍ او عدم تشدد پېغام خپور كړے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په ملګرو ملتونو كښې د وېساك ورځې په موقع د تهائي لېنډ او سري لنكا مستقل مشن لخوا راجوړې كړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ سفير منېر اكرم ووئيل د پاكستان خاورې او د سندھ …

ملګري ملتونه ۔19مئی (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم وئيلي دي ګوتم بدھ د سولې ٬ خواخوږۍ او عدم تشدد پېغام خپور كړے۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په ملګرو ملتونو كښې د وېساك ورځې په موقع د تهائي لېنډ او سري لنكا مستقل مشن لخوا راجوړې كړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ سفير منېر اكرم ووئيل د پاكستان خاورې او د سندھ وادۍ د دغه تهذيب څخه زياته استفاده كړې كوم چې مهاتما بدھ د خپلو تعليماتو په شكل كښې نړۍ ته وړاندې كړے ؤ او د كوم عكاسي چې د ټېكسلا زوړ ښار او د تخت بھائي اثارو په صورت ګندھارا تهذيب كوي۔ ده ووئيل د وېساك مقدسه ورځ د بدھا په ځانګړي حكمت د غور كولو موقع وركوي۔ ده ووئيل راځۍ چې مونږ ټول د يو انسانيت په توګه د اودرېدو عزم وكړؤ٬ تر ټولو زياتې ځپلې طبقې سره خواخوږي ښكاره كړؤ او د امن او سوكالۍ په لټون كښې څوك وروستو پاتې نه كړؤ