بوګوټا 17 مئي (اے پي پي) د کولمبيا د اېميزون په ځنګلونو كښې د نسكورې شوې مسافرې لوتكې لټون روان دے او دا ځكه چې د الوتكې نسكورېدو پېښه كښې يوازې د پائيلوټ مړې ترلاسه شوې دې۔ د ماليزيا د خپرونو ادارې له مخې د كولمبيا ايوي اېشن اتهارتۍ وياند ميډيا ته ووئيل چې ايويان لائن چارټر كوچنۍ الوتكه د مئي په وړومبۍ نيټه په سوئيلي کاکيټا ډيپارټمنټ كښې د …
کولمبيا٬ د ايميزون په ځنګلونو كښې د مسافرې الوتكې لټون روان دے

مزید خبریں
بوګوټا 17 مئي (اے پي پي) د کولمبيا د اېميزون په ځنګلونو كښې د نسكورې شوې مسافرې لوتكې لټون روان دے او دا ځكه چې د الوتكې نسكورېدو پېښه كښې يوازې د پائيلوټ مړې ترلاسه شوې دې۔ د ماليزيا د خپرونو ادارې له مخې د كولمبيا ايوي اېشن اتهارتۍ وياند ميډيا ته ووئيل چې ايويان لائن چارټر كوچنۍ الوتكه د مئي په وړومبۍ نيټه په سوئيلي کاکيټا ډيپارټمنټ كښې د اېميزون د ځنګلونو دپاسه سفر كولو چې په دې مهال بې دركه شوه چې پكښې د پائيلوټ پشمول 6 كسانو ناست وو۔ د مرستې ډلو ته د الوتكې ملبے څخه يوازې د پائيلوټ مړې ترلاسه شوې دې او د 4 كوچنيانو پشمول نور كسان بې دركه دي۔ ده ووئيل په ځنګلونو كښې د تباه شوې الوتكې د ملبې لټون روان دے۔








