د چين او مېنځنۍ آسياء ترمېنځه مرسته د كومې درېمې ډلې په ضد نه ده ۔ د چين خارجه وزارت

بيجنګ 16 مئي (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت د يوريشيا ډپارټمنټ ډپټي ډائريکټر يوجون وئيلي دي چې اګرچه چين د مېنځنۍ اسياء مېكانزم تاخير سره پېل كړې خو پام ئې عمليت پسندۍ پلو ګرځولے شوے دے۔ د چائنا سينټرل ايشيا سمټ نيوز سينټر لخوا وړومبي بريفنګ كښې ده ووئيل د چين او مېنځنۍ آسياء ترمېنځه مرسته د كومې درېمې ډلې په ضد نه ده او نه د …

بيجنګ 16 مئي (اے پي پي) د چين د خارجه وزارت د يوريشيا ډپارټمنټ ډپټي ډائريکټر يوجون وئيلي دي چې اګرچه چين د مېنځنۍ اسياء مېكانزم تاخير سره پېل كړې خو پام ئې عمليت پسندۍ پلو ګرځولے شوے دے۔ د چائنا سينټرل ايشيا سمټ نيوز سينټر لخوا وړومبي بريفنګ كښې ده ووئيل د چين او مېنځنۍ آسياء ترمېنځه مرسته د كومې درېمې ډلې په ضد نه ده او نه د دې مقصد نور مېكانزم سره مقابله كول دي، دا په حقيقي معنو كښې د سيمه ايز استحكام او پرمختګ لپاره سازګار دے په دوېم پړاٶ كښې چين د مېنځنۍ اسياء هېوادونو سره په ګډه كار كولو لپاره چمتو دے دغسې چې چين د مېنځنۍ آسيا مېكانزم پرله پسې لوے او قوي جوړ كړې شي