ميکسیکو كښې ټرافيكي پيښه ٬ 13 كسان مړه٬ 7 ټپيان

مېکسیکو سټی 15 مئی (اے پی پی) مېکسیکو كښې په ستره لاره په ټرافيكي پېښه كښې لږ نه لږ 13 كسان مړه او 7 ژوبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې ځائي چارواكو ووئيل چې پېښه د تموليپاس رياست د زاراګوزا او د هډالګو سيمو ترمېنځه په ستره لاره د مسافرو بس او مني ټرك ترمېنځه د ټكر په نتيجه كښې رامخې ته شوې۔ مړي او ژوبل …

مېکسیکو سټی 15 مئی (اے پی پی) مېکسیکو كښې په ستره لاره په ټرافيكي پېښه كښې لږ نه لږ 13 كسان مړه او 7 ژوبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې ځائي چارواكو ووئيل چې پېښه د تموليپاس رياست د زاراګوزا او د هډالګو سيمو ترمېنځه په ستره لاره د مسافرو بس او مني ټرك ترمېنځه د ټكر په نتيجه كښې رامخې ته شوې۔ مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې چې پكښې د زياترو كسانو حالت اندېښمن ښودلے شوے۔