واشنګټن 12 مئي (اے پي پي) امريکې وئيلي دي چې يو خوشحال، مستحکم او جمهوري پاکستان د امريکې مفادات لپاره اهم دے او تر كومې چې د پاكستان د سياسي ګوندونو يا لارښودو تعلق دے مونږ كوم سياسي ګوند يا لارښود لپاره د بل سياسي ګوند يا لارښود د حمايت پحقله هېڅ موقف نه لرو۔ د امريكې د خارجه څانګې نائب وياند ويدانت پټېل د پرېس بريفنګ په مهال تېره …
خوشحال، مستحکم او جمهوري پاکستان د امريکې مفادات لپاره اهم دے۔ د امريكې د خارجه څانګې نائب وياند

مزید خبریں
واشنګټن 12 مئي (اے پي پي) امريکې وئيلي دي چې يو خوشحال، مستحکم او جمهوري پاکستان د امريکې مفادات لپاره اهم دے او تر كومې چې د پاكستان د سياسي ګوندونو يا لارښودو تعلق دے مونږ كوم سياسي ګوند يا لارښود لپاره د بل سياسي ګوند يا لارښود د حمايت پحقله هېڅ موقف نه لرو۔ د امريكې د خارجه څانګې نائب وياند ويدانت پټېل د پرېس بريفنګ په مهال تېره ورځ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ د پاكستان په صورتحال ژور نظر لرو زمونږ مفاد د يو محفوظ او خوشحال پاكستان دے كوم چې د پاكستان او امريكې د اړيكو په مفاد كښې دې او مونږ ګرده نړۍ كښې د جمهوري اصولو او د قانون د حكمرانۍ د احترام مطالبه كوٶ۔ ده ووئيل امريكا د يو مخصوص يا خوښې كانديد يا سياسي ګوند ملاتړ كول نه غواړو كه د ھغې تعلق د پاكستان بلكې د نړۍ هر يو حكومتي نظام سره هم وي۔ وياند ووئيل خوشحال، مستحکم او جمهوري پاکستان د امريکې مفادات لپاره اهم دے۔ ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل مونږ په ځينې څانګو د صحافت په آزادۍ٬ د بشري حقونو او د دې نوعيت په نورو مسئلو نه يوازې د پاكستان بكې د نورو هېوادونو همڅنګو سره پرله پسې خبرې كوٶ او په دې مسئلو قابو موندلو لپاره مونږ د وړاندېز نقطه نظر لرو








